د لیلام د داوطلبۍ د بلنې خبرتیا!

Sayed Zaher Mo…
لیلام داغمه جات

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ۴۹  ډوله داغمه جاتو د لیلامولو اعلان

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د مالیې محترم وزارت له منظورۍ څخه وروسته غواړي ۴۹ ډوله داغمه جات  د ۲۵/۰۵/۱۴۰۲ مې نېټې د څلور نۍ په ورځ د سهار په لس بجو لیلام کړي.

هغه اشخاص، بنسټونه، خصوصي متشبثین او دولتي ادارې چې غواړي د لیلام په پروسه کې ګډون وکړي، خپلې غوښتنې دې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د تدارکاتو آمریت ۷-۱ شمیرې دفتر خونې ته چې د کابل ښار په نهمه ناحیه، شش درک عمومی سړک، د اتصالاتو کمپنۍ سایټ ته مخامخ - موقعیت لري،  وسپاري. د تضمین پیسې ۱۵ فیصده مخکې د داوطلبۍ د شروع کیدو اخیستل کیږی.

د اړيکې شمېرې: 0202320943

د بريښناليک پته : procurement.ara@gmail.com

یادونه: داوطلبان باید لږ تر لږه ۳۰ دقیقې مخکې د جلسې د شروع کیدو د افغانستان د اوسپنې پټلې ادارې ته تشریف راوړي.