په اوزبیکستان کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ محصلینو د عملي او تجربوي روزنې دوام

Sayed Zaher Mo…
Wed, Apr 28 2021 4:32 PM
محصلین

په اوزبیکستان کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ محصلینو د اوسپنې پټلۍ ادارې چارې د ښه ترسره کېدو په موخه، په نظري او تخصصي روزني سربېره، عملي او تجربوي دورې زده کړې هم کوي.

تر اوس مهاله، دوی د اوسپنې پټلۍ تاسیساتو په بیلا بیلو برخو کې لکه: د ریلو خوندي حرکت، د لوکوموتیفو او واګونونه د غوړې ګټ اخیستو په اړه عملي زده کړې پړاووننه بشپر کړي.

دا مهال، د اوزبیکستان دولت په همکارۍ او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په لګښت، ۲۵ تنه محصیلین په یاد هېواد کې د اوسپنې پټلۍ انجنیري برخه کې په لیسانس زده کړو بوخت دي.

st


دا محصلین چې د لیسانس دوري په دریم کال کې دي، یوه کال یې ژبه زده کړي او نور څلور کاله کې د اوسپنې پټلۍ انجنیري ځانګړي تخصصي او عملي درسونو زده کړه کوي.

یادو محصلینو د زده کړو دریم کال دی او ټاکل شوي چې له فراغت وروسته به د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په څانګو کې په کار وګمارل شي.

د یادنې وړده چې مخکې هم د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره لخوا په سلګونو تنه محصیلین او د دې ادارې کارکوونکې چین، اوزبیکستان، ترکمنستان، تاجیکستان، پاکستان او ایران هېوادونو ته په لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله زده کړو په موخه لیږل شوي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره تل هڅه کړي چې د اوسپنې پټلۍ د جوړولو او د هغو د ګټي اخیستني سربیره د دې ادارې د بشری سرچېنو د لوړلو په موخه اغیزمن اقدماتو وکړي.

latest news and reports

BACK TO NEWS