د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره مشرتابه د مبارکۍ پيغام!

Sayed Zaher Mo…
عیدمبارک

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره مشرتابه، د کوچني اختر د رارسيدو د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت مشرتابه د هیواد ټول شریف ملت او د اوسپنۍ پټلۍ ادارې کارکوونکو ته مبارکي وایي.

د لوی خدای له درباره د ټولونه د طاعات او عبادتونو د قبليدو دعا کوي او هیله مند یو چې د دغه بختور اختر په برکت د جنګ بدبخته سیوری زموږ له ګران هیواده خپله لمن ټوله او په ټول افغانستان کې د سولې لمر را وخیژي.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې مشر تابه جدى تعهد لړى چې د سیمې او نړۍ له سوداګریزو او اقتصادي مرکزونو سره د نښلونې په موخه، د اوسپني پټلۍ د پرمختللې شبکې رامنځته کېدل، پراختیا او تنظیم چې وکولای شي په اغېزمنه توګه د افغانستان خلکو د اقتصادي پرمختګ او هوساینې په برخه کې مرسته وکړي او د خصوصي سکټور د پانګونې پرمختګ لامل شي، کار وکړي.

په پای کې یو ځل بیا خپلو ټولو ګرانو هیوادوالو ته د کوچني اختر رارسیدو مبارکي وایو او ټولو ته په دواړو نړیو کې د خوښۍ او سوکالۍ هیله کوو.

په درنښت

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره مشرتابه