د افغانستان اوسپنې پټلۍ پروژو د مالي او تخنیکي ملاتړ په برخه کې د آسیا پراختیایي بانک ژمنه

Sayed Zaher Mo…
Wed, Jun 23 2021 2:37 PM
Meeting Bank

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس، ښاغلي ولي خان شبګیر د هېواد اوسپنې پټلۍ پروژو د پلي کېدو په برخه کې د آسیا پراختیایي بانک د مالي او تخنیکي ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه د دې بانک له تخنيکي تيم او ترانسپورټي رييس ښاغلي هيداکي لواساکي سره خبرې وکړې.

په دې مجازي ناسته کې چې د دې ادارې عملیاتي او تخنیکي مرستیالانو هم ګډون درلود، د آسیا پراختیایي بانک د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې له برنامو او پراختیایي کړنلارو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

ښاغلي شبګير په سېمو کې د سوداګرۍ او ترانزيټ لارې ته افغانستان د بدلېدو په تړاو د اوسپنې پټلۍ ادارې د ليد لوري په اشارې سره، د درې اړخیز پروژه (ازبیکستان - افغانستان - پاکستان) سترې پروژې د پلي کېدو په برخه کې د آسيا پراختيايي بانک د مرستو پر اړتيا ټېنګار وکړ. دوى زياته کړه، هڅې روانې دي چې اوسپنې پټلۍ اداره په يوې پرمختللې، تخنيکي او پاليسي جوړونکې اداره بدله او له نړيوالو همکارو بنسټونو سره د همغږۍ او مرستو کچه هم لوړه شي.

همداراز، په دې ناسته کې د نړیوال بانک د پرمختیايي ظرفیت پروژې په اړه چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ په سکټور کې د آسیا پراختیایي بانک له لوري پلي کیږي د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د افغانستان اوسپنې پټلۍ شبکې د پراختیا په برخه کې ددې بانک د راتلونکي پلان په اړه، خبرې اترې وشوې.

latest news and reports

Sat, Feb 29 2020 10:41 AM
Background image

Acting Minister to the Ministry of Transport Attends the First Meeting of Central Asia-South Asia Transport Cooperation in Tashkent Uzbekistan

Acting Minister of Transport and Head of Afghan Railway Authority Mohammed Yama Shams attended the first meeting of Central Asia-South Asia Transport Cooperation which was attended by. . .

BACK TO NEWS