د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د لومړي فاز د جوړونې چارې دوام

Sayed Zaher Mo…
Sun, Jun 27 2021 2:33 PM
خواف هرات

د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د لومړۍ فاز د ساختماني جوړونې چارې دوام لري. تر اوسه د دې پروژې د بدنه سازی، د وړو تېګو توییدلو، د سیخونو د تړلو، د پلونو او پلچکونو جوړولو او کانکریت اچولو ځینې کارونه بشپړ شوي دي.

د یادې پروژې د ۴۳ کیلومتر په اوژدوالۍ د هرات ولایت له غوریانو، زنده جان او انجیل ولسوالیو تېریږي او د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ څلورمې قطعې د دویم فاز په اوږدو کې چې مخکی ۶۳ کیلومتر کار يې بشپړ شوی وو، جوړېږي.

د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د لومړي فاز د جوړېدو هوکړه لیک له INKON KZ قزاقستاني شرکت سره لاسلیک شوی و، او لګښت يې چې څه باندې ۵۸.۵ میلیونو دالړو ته رسېږي د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له پراختیایي بودجې څخه تمویلیږي.

د یادونې وړ ده چې د ۴۴ کیلومتر په اوږدوالی د خواف - هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهم فاز د تخنیکي، اقتصادي او ټولنیزو څېړنو او ډیزاین چارې هم بشپړې شوي او د ساختماني تدارکاتي چارې يې هم روان دي.

latest news and reports

Sat, Feb 29 2020 10:41 AM
Background image

Acting Minister to the Ministry of Transport Attends the First Meeting of Central Asia-South Asia Transport Cooperation in Tashkent Uzbekistan

Acting Minister of Transport and Head of Afghan Railway Authority Mohammed Yama Shams attended the first meeting of Central Asia-South Asia Transport Cooperation which was attended by. . .

BACK TO NEWS