د اوسپنې پټلۍ اداره عمومي رییس له نړۍوال بانک سره د تخنیکي او مالي مرستو د جلبولو په موخه وکتل

Sayed Zaher Mo…
Tue, Jun 29 2021 12:10 PM
بانک جهانی

د اوسپنې پټلۍ ادارې د پروژو د پلي کیدو لپاره، د افغانستان اوسپنې پټلۍ عمومي رییس، ښاغلي ولي خان شبګیر د نړیوال بانک د مالي او تخنیکي مرستې جلبولو په موخه، د دې بانک له ترانسپورټي مسوول، ښاغلي کول‌ویندر سینگ‌راو سره خبرې اترې وکړې.

ښاغلي شبګیر د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د لومړیتوبونو او برنامو د تشریح کولو ترڅنګ، له یاد چارکو سره د درې اړخیزې اوسپنې پټلۍ پروژې ازبیکستان – افغانستان – پاکستان او د مزارشریف – هرات پروژه، د پلي کیدو او چټکتیا په موخه، خبرې وکړې.

یاد غونډه چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، ښاغلي شبګیر د یادو پروژو د اقتصادي او سوداګرۍ ګټې او سیمه ییزو اتصال ته په اشارې سره وویل؛ چې د دې پروژو د پلي کولو لپاره د نړیوالو بنسټونو او په ځانګړي توګه د نړیوال بانک رول مهم دی.

بانک جهانی


نړیوال بانک چارواکو د افغانستان اوسپنې پټلۍ پروژې او برنامو څخه هرکلي وکړ، او علاقه‌ وښوده چې د دې ادارې د برنامو او لومړیتوبونو پر اساس، خپلي همکارۍ ته دوام وړکړي. همداراز په یاده ناسته کې دواړو لورو د یاد پروژې پر مالي مرستو، تفصیلي ډیزاین او د تخنیکي مطالعو لپاره، پر ګډو اقداماتو ټینګار وکړ.

د یادونې وړده، چې په دې غونډه کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، د نړیوال بانک یو شمېړ ترانسپورټي کارپوهانو او د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال هم ګډون درلود.

latest news and reports

Sat, Feb 29 2020 10:41 AM
Background image

Acting Minister to the Ministry of Transport Attends the First Meeting of Central Asia-South Asia Transport Cooperation in Tashkent Uzbekistan

Acting Minister of Transport and Head of Afghan Railway Authority Mohammed Yama Shams attended the first meeting of Central Asia-South Asia Transport Cooperation which was attended by. . .

BACK TO NEWS