د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي او افغان محصلینو سره د ا.ا.ا د پلاوي کتنه؛

Sayed Zaher Mo…
Sat, Apr 16 2022 9:47 AM
safar ozbakestan

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د رئیس ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ د ا.ا.ا له لوري ازبکستان ته تللي پلاوي د افغانستان لپاره د یاد هیواد د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت اکا سره پرون چهارشنبه ولیدل.

په ناسته کې د اورګاډي د چارو د ګړندیتوب، لا ښه مدیریت، منځني اسیا څخه د انتقالاتو په ډیروالي، د وارداتو او صادراتو د حجم په زیاتوالي او د اوسپنې پټلۍ سټېشنونو د ظرفیت په لوړولو تفصیلي خبرې وشوې.

دغه راز پرېکړه وشوه چې په نږدې راتلونکې کې به په مزار ښار او حیرتان کې د اوسپنې پټلۍ (port4) او (port5) نمبر سټېشنونه فعالیږي، ترڅو حیرتان بندر کې ازدحام کم شي.

د همدې ناسته په ترڅ کې د ترانس افغانستان پروژې د کار پیل او امنیت په اړه هم خبرې وشوې او ازبکستان د ا.ا.ا د کورنیو چارو وزارت له لوري د همدې پروژې د امنیت په غاړه اخیستلو باندې خوښي وښوده.

ازبکستان ته د ا.ا.ا تللي پلاوي رهبرۍ یاد هیواد کې د افغان ـ ازبک پوهنتون له محصلینو سره ولیدل، د دوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او ژمنه یې ورکړه چې ستونزو ته به یې پر وخت رسېدنه کېږي.

د یاد پلاوي مشر ملا بخت الرحمن شرافت ازبکستان هیواد کې مېشت افغان محصلینو سره د نغدي مرستې ترڅنګ وویل: "افغانستان ستاسو په شان کدرونو ته اړتیا لري او تر فراغت وروسته به په دندو ګمارل کیږي."

همدارنګه یاد پلاوي ترمذ ښار کې د اورګاډي له تخنیکي ورکشاپونو څخه هم لیدنه وکړه.

۱۳ رمضان المبارک ۱۴۴۳

latest news and reports

BACK TO NEWS