د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبري له ترکمنستاني سفیر سره وکتل
نن سه شنبه د وږي ۱۵ مه د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت کابل ته د ترکمنستان هېواد له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
دې ناسته کې چې د ادارې مالي او اداري او تخنیکي مرستیالانو، د ادارې ارشد مشاور او د بهره برداري رئیس هم گډون درلود، د اوسپنې پټلۍ اړوند همکاریو باندې مفصل بحثونه وشول.
د ترکمنستان هېواد سفیر په رسمي ډول هغه لیک راوړی وو چې له مخې به یې په یاد هېواد کې د اوسپنې پټلۍ افغان محصلینو ته (۲۸) تعلیمي بورسیې ورکړل شي. دغو بورسونو کې به د اوسپنې پټلۍ محصلینو ته د (۴) میاشتو لنډه تعلیمي دوره برابره شي او د اوسپنې پټلۍ په بېلابیلو چارو کې به و روزل شي.
همداراز ترکمنستاني سفیر د پراخو همکاریو ډاډ څرگندولو ترڅنگ وویل چې د اقینې – اندخوی د ریلي چارو ترمیمات بشپړ شوي دي.
د ادارې عمومي رئیس ښاغلي شرافت، سفیر او مل پلاوي ته د پراخو همکاریو د ډاډ څرگندلو ترڅنگ وویل چې اداره به نږدې ورځو کې د آقینې – اندخوی د اوسپنې پټلۍ غیر ریلي چارې پیل او تر بشپړېدو وروسته به یې انتقالات تر اندخوی پورې دوام ومومي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره
د نشرآتو آمریت
۱۵/۰۶/۱۴۰۱ هـ.ش.