اداري جلسه؛ اوسپنه پټلۍ اداره په لومړي ځل لوکوموتیف اخلي

Sayed Zaher Mo…
Wed, Oct 19 2022 5:50 PM
جلسه

نن تر غرمې مخکې د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت په مشري او د ادارې د مرستیالانو، مشاورینو، رئیسانو او آمرینو په ګډون اداري غونډه وشوه.

جلسه د قرآنکریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل او ورپسې د ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت مقدماتي خبرې وکړې. ښاغلي شرافت وویل: ډیره برخه اداري او رسمي کارونه دي چې هم دنیا ته ګټه رسوي، هم آخرت ته یوه سرمایه جوړیږي، بناءً باید په خپلو رسمي چارو کې اخلاص ولرو او په ښه توګه یې اجراء کړو.

جلسه اداری


ورپسې د دفتر رئیس په اجنډا کې شامل موضوعات چې د ادارې د کارمندانو د ظرفیت لوړول، د درزین او لوکوموتیف پېرودل، حیرتان بندر کې د اوسپنې پټلۍ اداري تعمیر جوړول او یو شمیر نور موضوعات دي، وړاندې کړل او په اړوند موضوعاتو مفصل بحثونه وشول.

دغه اداري جلسه کې پرېکړه وشوه چې اوسپنه پټلۍ د لومړي ځل لپاره له یوه ګاونډي هېواد څخه لوکوموتیف (د رېل ګاډي انجن) وپېري، څو وکولای شي په دې برخه کې افغاني کدرونو ته روزنه ورکړي او د هغه تعهد پوره کولو ته ورنږدې شي چې اداره غواړي د اوسپنې پټلۍ ټولې چارې افغاني کړي.

همداراز پرېکړه وشوه چې د ادارې مالي او اداري برخې کارکوونکو ته باید د ظرفیت لوړلو لنډ مهاله تعلیمي دورې ترتیب شي، څو د همدې برخې کارکوونکي په اسانۍ او مسلکيتوب سره اداري پروسې مخ ته یوسي. اداري جلسه کې ځینې نورې مهمې پرېکړې هم وشوې، غونډه په دعاء کولو سره پای ته ورسېده.

د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشراتو امریت

۲۷/۰۷/۱۴۰۱ هـ.ش.

latest news and reports

BACK TO NEWS