د اندخوی – شبرغان پلان شوي اوسپنې پټلۍ له یوې برخې لیدنه وشوه

Sayed Zaher Mo…
Sun, Nov 13 2022 12:49 PM
دیدار اندخوی

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او ترکمنستان اوسپنې پټلۍ مسؤلینو او تخنیکي ټیمونو په گډه د اندخوی – شبرغان پلان شوي اوسپنې پټلۍ له یوې برخې له نږدې کتنه وکړه او د دې پروژې له مسیر څخه یې ارزونه وکړه.

همداراز یادو تخنیکي ټیمونو او مسؤلینو له ځایي سوداگرو سره ناسته وکړه، د دوی ستونزې یې واورېدې او د هر راز همکاریو ډاډ یې ورکړ.

د دې ناستې په څنډه کې د افغانستان او ترکمنستان اوسپنې پټلۍ استازو ترمنځ د آقینې – اندخوی اوسپنې پټلۍ چې همدا مهال یې د غیر ریلي چارو ترمیمات روان دي، د انتقالاتو په پیل هم بحث وشو او تمه ده ژر تر ژره له دې پټلۍ څخه انتقالات پیل شي.

دیدار اندخوی


یاده دې وي چې د اوسپنې پټلۍ ادارې په ملي پلان کې د اندخوی – شبرغان او د بلخ ولایت تر نایب آباد ستیشن پورې پټلۍ شامله ده چې لومړۍ ټوټه په ۱۰ کیلومتره اوږدوالي سره له اندخوی  ستیشن څخه پیل او د شبرغان ښار ته نږدې کیږي.

د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشراتو امریت

۲۲/۰۸/۱۴۰۱ هـ.ش.
 

دیدار اندخوی

دیدار اندخوی

 

latest news and reports

BACK TO NEWS