تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۱۳۶۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

Sayed Zaher Mo…
Sat, Nov 26 2022 11:34 AM
انتقالات هفته

تېره  اوونۍ کې (د عقرب له ۲۷ د قوس تر ۳ مې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې  (۱۲۱۳۶۱) متریک ټنه انتقالات شوي دي.

 د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۲۲۴۹) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۴۰۱) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۵۷۱۱) ټنه انتقالات چې ټولټال (۱۲۱۳۶۱) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۳۳۲) ټنه صادرات شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه ده.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشراتو آمریت

۰۵/۰۹/۱۴۰۱هـ.ش.

latest news and reports

BACK TO NEWS