د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ۱۳ تنه کارکوونکي د تخنیکي زده کړو لپاره ترکمنستان هېواد ته روان شول !

Sayed Zaher Mo…
Sat, Jan 14 2023 3:25 PM
سفر13 تن

نن شنبه د جدې ۲۴مه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې لومړۍ ډله ١٣ تنه کارکوونکي د لنډ مهاله تخنیکي زده‌کړو لپاره د تورغونډۍ بندر له لارې ترکمنستان هېواد ته په سفر روان شول.

تر سفر مخکې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت له یادو کارکوونکو سره د همغږي ناسته وکړه او دوی ته یې اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

سفر 13 تن به ترکمنستان


دغه ١٣ تنه کارکوونکي به د ٣ میاشتو لپاره یاد هېواد کې د اوسپنې پټلۍ اړوند تخنیکي زده‌کړې کوي او تر راګرځېدو وروسته به د دوی له تجربو، هنر او مسلک څخه د اوسپنې پټلۍ ادارې کې ګټه اخیستل کیږي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي له ګاونډيو هېوادونو څخه د اوسپنې پټلۍ اړوند نورې تعليمي بورسیې هم ترلاسه کړي څو وکولای شي د اوسپنې پټلۍ ټولې چارې د افغاني کدرونو پر مټ مخ ته یوسي.

 د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشراتو امریت

١٤٠١/١٠/٢۴

latest news and reports

BACK TO NEWS