تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۸۲۳۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!

Sayed Zaher Mo…
Sat, Jan 21 2023 2:54 PM
انتقالاتو

تېره  اوونۍ کې (د جدې له ۲۳ مې د جدې تر ۲۹ مې نېټې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې  (۷۸۲۳۶متریک ټنه انتقالات شوي دي.

 د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۱۳۴۱ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۴۷۳ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۴۲۲ټنه انتقالات چې ټولټال (۷۸۲۳۶ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۴۳۶ټنه صادرات شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه ده.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشراتو آمریت

۰۱/۱۱/۱۴۰۱هـ.ش.

latest news and reports

BACK TO NEWS