ازبکستان کې د اوسپنې پټلۍ مسؤلینو درې اړخیزه ناسته؛ د افغان ټرانس پروژې ګډ دفتر پرانیستل شو!
ازبکستان هېواد ته د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د پلاوي سفر جریان کې چې مشري یې د ادارې عمومي رئیس الحاج ملا بخت الرحمن شرافت کوي، نن د افغانستان، پاکستان او ازبکستان هېوادونو د اوسپنې پټلۍ مسؤلینو ترمنځ ګډه ناسته وشوه او په نتیجه کې یې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د چارو د مخ ته وړلو لپاره ګډ دفتر پرانیستل شو.
د دفتر پرانيستې مراسمو کې ازبکستاني چارواکو او د افغانستان او پاکستان سفیرانو هم برخه اخیستې وه.
دغه دفتر د ازبکستان تاشکند ښار کې موقعیت لري او د درې واړه هېوادونو استازي به په ګډه د افغان ټرانس پروژې چارې له همدې دفتره همغږي کوي، همداراز په پام کې ده د همدې پروژې یو دفتر کابل او بل اسلام اباد کې هم فعال شي.
همدارنګه دغه مشترکه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د اوسپنې پټلۍ لوړرتبه مسؤلینو بله ناسته به راتلونکي ميلادي میاشت اسلام آباد کې جوړېږي.
په ورته وخت کې د ریلي همکاريو پر پیاوړتیا او د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د انتقالاتو په ډيروالي هم بحث وشو.
یاده دې وي چې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژه د افغانستان له خاورې پر تېرېدو، د منځنۍ اسیا هېوادونه له جنوبي اسیا سره وصلوي.
د نشراتو آمریت
۲۲ ثور ۱۴٠٢هـ.ش