د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي کارکوونکو ايران هېواد ته د زدهکړو لپاره سفر وکړ!
نن دوشنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ۴ تنه تخنیکي کارکوونکو د ایران هېواد تهران ښار ته سفر وکړ، څو هلته د رېل پټلۍ اړوند د درزین (نقلیه وسیله) او سیګنالینک او ارتباطاتو اړوند عملي زدهکړې ترلاسه کړي.
د لنډمهاله روزنیزې برنامې تر فارغېدو وروسته به د دغه کارکوونکو له زده کړو او تجربو څخه د خواف-هرات رېل پټلۍ کې ګټه اخیستل کیږي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په ټول توان کوښښ کوي د خپلو کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په موخه روزنیزې برنامې ترتیب کړي.
۱۵ جوزا ۱۴٠٢هـ.ش