د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس د بلخ او فاریاب د سوداگرو له استازو سره وکتل!
نن سه شنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس الحاج ملا بخت الرحمن شرافت د ادارې د جلسو په تالار کې د فاریاب او بلخ ولایتونو د سوداگرو له استازو سره وکتل
دغه لیدنه کې ښاغلي شرافت دوی ته د ښه راغلاست ترڅنگ، یاده کړه چې اداره په نظر کې لري روان مالي کال کې د حیرتان – مزارشریف اړوند نایب آباد او (port5) ستېشنونو ته توسعه ورکړي، څو ورسره سوداگرو ته لازم سهولتونه برابر او د سوداگریزو توکو د انتقالاتو کچه ډیره شي.
د بلخ او فاریاب ولایتونو د سوداگرو په استازولي د بلخ د سوداگرۍ خونې سرپرست محترم اسدالله اسدي، د فاریاب سوداگرۍ خونې رئیس محترم نیازي او محترم حاجی مایل خبرې وکړې او د یادو ولایتونو د سوداگرو ستونزې، پیشنهادونه او نېک نظرونه یې وړاندې کړل.
د فاریاب د سوداگرۍ خونې رئیس ښاغلي نیازي د ادارې له لوري د آقینې ستیشن د تأسیساتو د پراختیا او جوړولو په پار خوښي څرگنده کړه.
دغه غونډه کې د یادو ولایتونو د سوداگرو استازو له ادارې سره د هر ډول همکاري ډاډ څرگند کړ او ویې ویل چې دوی چمتو دي د اوسپنې پټلۍ په پراختیا کې د پانگونې له لارې برخه واخلي.
د نشراتو آمریت
۳۰ جوزا ۱۴۰۲ هـ.ش.