تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۸۰۹۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!

Sayed Zaher Mo…
Sat, Aug 05 2023 2:36 PM
انتقالاتو

تېره  اوونۍ کې (د زمري له ۶ تر ۱۲ مې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې  (۷۸۰۹۷) متریک ټنه انتقالات شوي دي.

 د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۵۹۱۷) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۴۷۲۶) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۴۵۴) ټنه انتقالات چې ټولټال (۷۸۰۹۷) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات  دي، په تیره اوونۍ کې (۳۲۳۶) ټنه صادرات  شوی چې لویه برخه یې د انارو جوس دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

د نشراتو آمریت

۱۴ اسد ۱۴۰۲ هـ.ش.

latest news and reports

BACK TO NEWS