تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۶۹۵۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!
تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۶۹۵۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!
تېره اوونۍ کې (د زمري له ۱۳ تر ۱۹ مې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۶۹۵۱) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۹۴۶۳) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۰۸۳) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۴۰۵) ټنه انتقالات چې ټولټال (۸۶۹۵۱) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۵۸۳۴) ټنه صادرات شوی چې لویه برخه یې د انارو جوس دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د نشراتو آمریت
۲۱ اسد ۱۴۰۲ هـ.ش.