تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۲۲۳۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال د دلوې مياشتي له ۲۷ مې څخه د حوت تر ۳ مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۲۲۳۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۵۶۹۸) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۰۵۴) ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۴۸۱) ټنه انتقالات چې ټولټال (۹۲۲۳۳) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۲۲۴۷) ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې کينو، کچالو، وچه مېوه او د آنارو جوس دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د نشراتو آمریت
۶ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش.
۱۴ شعبان ۱۴۴۵ هـ.ق