د افغانستان او تاجکستان تر منځ د اوسپنې پټلۍ د جوړولو هوکړه لېک لاسليک شو
د افغانستان او تاجکستان تر منځ د اوسپنې پټلۍ جوړولو بين الحکومتي توافق ليک د ټرانسپورټ وزارت د اوسپنې پټلۍ رئيس محمد يما شمس او د تاجکستان جمهوريت د نقلياتو وزير خدايار خدايارزاده ترمنځ لاسليک شو.
د دغه توافق لېک مراسم د تاجکستان جمهوريت د نقلياتو وزارت په مقر کې ترسره شول او په دوشنبه (۹مرغومی ۱۳۹۸) کې افغانستان اسلامي جمهوريت شاژدفير احمد ميرزاد او يو شمېر ډيپلوماتانو هم پکې ګډون درلود.
افغانستان به د دغه توافق لېک په بنسټ د شېرخان بندر د (کلخوزاباد) اصلي جلاالدين اوسپنې پټلۍ به د تاجکستان (پنج پآيان) سيمې سره ونښلول شي.
د تاجکستان جمهوريت او زيدخيلو پراختيايي بنسټونو لخوا به د ډيزاين، ساختمان، د تېرې شوې کرښې په نقطه کې په درياى پنج باندې پل، د شيرخان بندر اوسپنې پټلۍ تم ځاى او د يادې اوسپنې پټلۍ د ساختمان د تخنيکي او اقتصادي امکان سنجي مطالعات ترسره کيږي.
د يادولو وړ ده، د دغه توافق لېک پر بنسټ به د دواړو هيوادونو ترمنځ د شته اوسپنلې پټليو نښلولو پروژو د ګړنديتوب په موخه به دواړه لوري په اقدام لاس پوري کوي.