ولسمشرغني: په آقینه او تورغونډۍ بندرونو کې نوره پانګونه کیږي

Sayed Zaher Mo…
Thu, Mar 26 2020 10:48 AM
ولسمشرغني

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د ټیلفون له لارې د نورو موضوعاتو تر څنګ د رېل پټلۍ په ځانګړې توګه د افغانستان د رېل پټلۍ بندرونو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

ولسمشرغني د سه شنبې ورځ (حمل ۵مه) له خپل ترکمنستاني سیال سره     په ټيلفوني خبرو کې څرګنده کړه چې افغانستان د رېل پټلۍ په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او د آقینې او تورغونډۍ بندرونو ته ځانګړې پاملرنه لري.

ولسمشر زیاته کړه چې په دغو دوو بندرونو کې پانګونه، تاسیسات او امکانات ډېریږي څو له دې لارې  او د افغانستان او ترکمنستان تر منځ راکړه ورکړه دوامداره او سوداګریزې اسانتیاوې نورې هم پراخې شي.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف په آقینه او تورغونډۍ بندرونو کې د تاسیساتو د ایجاد او پانګونې په تړاو د ولسمشرغني له طرحې هرکلی وکړ.

نوموړي وویل، د ټرانسپورټ، ټرانزیټ او انرژۍ په برخو کې به خپلې همکارۍ زیاتې کړو او د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره به په ورېښمو لار چې د جنوبي اسیا، مرکزي اسیا او اروپا سوداګریزه لاره ده ګډ کار وکړو.

افغانستان د اقېنې او تورغونډۍ سټېشنونو له لارې د اوزبيکستان، ترکمنستان او قزاقستان اوسپنې پټلۍ شبکې سره وصل دى او له دى لارې په کال کې ميليونونه ټونه تجارتي مالونه انتقالېږى٠

latest news and reports

Sat, Feb 29 2020 10:41 AM
Background image

Acting Minister to the Ministry of Transport Attends the First Meeting of Central Asia-South Asia Transport Cooperation in Tashkent Uzbekistan

Acting Minister of Transport and Head of Afghan Railway Authority Mohammed Yama Shams attended the first meeting of Central Asia-South Asia Transport Cooperation which was attended by. . .

BACK TO NEWS