د ریل پټلۍ له لارې د توکو لېږد؛

Sayed Zaher Mo…
Mon, May 04 2020 9:38 AM
ریل پټلۍ ادارې

وروستیو 10 ورځو کې له 135 زرو ټنو زیات سوداګریز توکي افغانستان ته وارد شوي.

هېواد ته د رېل پټلۍ له لارې د تجارتي مالونو لېږد دوام لري او په تېرو 10 ورځو کې له 135 زرو ټنو زیات سوداګریز توکي چې يوه عمده برخه یې خوراکي مواد دي, افغانستان ته وارد شوي دي.

د روانې میاشتې له لومړی تر لسمې نېټې 2زره 5 سوه 48 واګون چې په تجارتي مالونو لکه (غذایي, نفتي, ساختماني او نورو اړتیا وړ توکو)  باندې بار وو, په حیرتان - مزارشریف او آقینه او تورغونډۍ کې خالي شوي دي.

 په همدې موده کې 20 زره ټنه غنم, 42 زره 5 سوه ټنه اوړه او یوزرو 3 سوه 76 ټنه غوړي هېواد ته راوړل شوي دي.

همدارنګه 25 زره ټنه نفتي توکي, څه باندې 7 زره 5سوه ټنه ساختماني مواد او څه باندې 5 زره 2سوه ټنه نور د اړتیا وړ توکي په دغو وارد شوو موادو کې شامل دي.

د افغانستان رېل پټلۍ اداره هڅه کوي چې د کرونا ویروس له کبله د ګرځبندیز په موده کې په منظم ډول او بې له کومې وقفې د ریل پټلۍ له لارې سوداګریز توکي افغانستان ته وارد کړي.

latest news and reports

Sat, Feb 29 2020 10:41 AM
Background image

Acting Minister to the Ministry of Transport Attends the First Meeting of Central Asia-South Asia Transport Cooperation in Tashkent Uzbekistan

Acting Minister of Transport and Head of Afghan Railway Authority Mohammed Yama Shams attended the first meeting of Central Asia-South Asia Transport Cooperation which was attended by. . .

BACK TO NEWS