په وروستۍ يوه میاشت کې هېواد ته د نژدې ۴ سوه زره ټنو سوداګریزو مالونو او غذایي توکو واردات

Sayed Zaher Mo…
Thu, May 21 2020 1:07 PM
اداره خط آهن

د اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته د توکو د لېږد بهیر روان دی.  د ۱۳۹۹ کال په ثور میاشت کې تر ۷ زرو زیات د توکو واګونونه په حیرتان - مزار شریف، تورغونډۍ او آقینې تمځایونو کې خالي او بار شوي دي.

دغو واګونونو شاوخوا ۳ سوه ۹۴ زره ټنه مالونه هیواد ته وارد کړي، چې یوازې ۱ سل ۸۲ زره ټنه یې د غنمو، اوړو او غوړیو په ګډون غذایي مواد تشکیلوي.

انتقالات مواد تجارتی

 

د پاتې توکو له ډلې ۱ سل ۸۱ زره ټنه نفتي مواد او نژدې ۳۰ زره یې ساختماني او نور د اړتیا وړ توکي دي.

که څه هم د کرونا بحران ځمکنی او هوایي ټرانسپورټ آغېزمن کړی خو د اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته د توکو واردات حتی د رخصتۍ په ورځو کې هم په عادي ډول دوام لري.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ هڅه کوي چې له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې, هېواد ته د لومړنیو توکو په واردولو کې خپل فعالیتونه په منظم ډول ترسره کړي.

latest news and reports

BACK TO NEWS