د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ درېم قطعې د بشپریدو کار داوم

Sayed Zaher Mo…
Thu, May 28 2020 10:00 AM
خواف هرات

د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ درېم قطعې پروژې د بشپرېدو کار  په بالاست اچونی (جغل اچونې)، غربال کولو، د ریل ولدینګ کولو او تمځایونو کې د تعمیر جوړولو په برخو  کې جریان لري.

څرنګه چې د بالاست انتقالیدو بهېر د ریل پر واسطه دوام لري او تر اوسه پورې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ درېم قطعې په مسیر  او تمځایونو کې، سل ګونه رونټیا بالاست واګونونه تخلیه او ځای پرځای شوي دي.

بل خواته، د دې پروژې د رېل په مسیر کې ځینې برخې تر ننه نه دي ولډېنګ شوې، چې اوس یې چارې پيل او تاکل شوې  ده چې ژر تر ژره د پاتې ریل د ولدینګ کار بشپړ شي.

همدا رنګه، د دې پروژې د اورزنګ تمځای تعمیر جورړیدو پنځوس فیصد کارونه تکمیل شوي  او په دې مسیر کې د نښو نښانو د نصبیدو  بهېر هم دوام لري.

د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ دریم قطعې کار د ۶۲ کیلومترو په اوږدوالي، د افغانستان او ایران  له شمتیغ(خاک سرخ) مرزي نقطې پيل شوی او د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د روزنګ کلي پورې دوام لري.

latest news and reports

Sat, Feb 29 2020 10:41 AM
Background image

Acting Minister to the Ministry of Transport Attends the First Meeting of Central Asia-South Asia Transport Cooperation in Tashkent Uzbekistan

Acting Minister of Transport and Head of Afghan Railway Authority Mohammed Yama Shams attended the first meeting of Central Asia-South Asia Transport Cooperation which was attended by. . .

BACK TO NEWS