د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ پروژې د دریمې برخې د پرانيستې او ګټې اخيستنې د سپارلو د همغږۍ غونډه جوړه شوه

Sayed Zaher Mo…
Wed, Aug 12 2020 9:24 AM
جلسه هماهنگی بهره برداری قطعه سوم خواب هرات

د خوف - هرات د اوسپنې پټلۍ د دریمې برخې د کار د پرانیستې او ګټې اخيستنې د همغږۍ ناسته د افغانستان د ریل پټلۍ خپلواکې ادارې عمومي رییس او د ټولګټو وزارت سرپرست محمد يما شمس په مشرۍ او د هرات والي سید عبدالوحید قتالي، د افغانستان د اوسپنې پتلې اداره تخنيکى معاون انجنير عبدالبارى صديقى، د جمهوري رياست د چارو ادارې، د سوداګرۍ خونې او پانګې اچونې ادارې، د مالیه، کورنیو چارو، عامې روغتیا ، کرنې او مالدارۍ، ټرانسپورټ وزارتونو او د افغانستان بانک او نورم او سټندرډ ادارو استازو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د خواف - هرات اوسپنې پټلۍ پروژې د دریمې برخې د کارونو پرمختګ، ننګونو او د پرانيستلو په پار يې د ذيربطو اداراتو ترمنځ په همغږۍ بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې عمومي رییس او د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محمدیما شمس د دې پروژې اهمیت په اړه وويل ، د دې ملي پروژې په پرانیستلو او ګټې اخيستنې ته په سپارلو سره به د افغانستان او ايران تر منځ په خوندي توګه سوداګریز توکي او همدارنګه د مسافرینو انتقال ترسره کيږي په اقتصادي وده او د سوداګرۍ په لا ډير والي کې به مهم رول ولوبوي.

جلسه هماهنگی بهره برداری قطعه سوم خواف هرات


هغه د دفترونو رامینځته کولو او تجهیز کولو او په سټیشنونو کې د کارکونکو ګمارلو ، د وچو توکو او نفتي محصولاتو ، د واګونونو تخليه او بارولو، د ګمرکاتو او بانکي خدمتونو بارولو، او د پروژې په امنیت ساتلو باندې خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې اړوندې څانګې باید په ټاکل شوي مهال ویش کې د خپلو دندو او مسؤلیتونو د ترسره کولو لپاره لازم چمتووالی ونیسي.

له بلې خوا د هرات والي سید عبدالوحید قتالي دغه پروژه یوه له لویو ملي او مهمو پروژه وبلله او د دې پروژې په پرانيسته او فعالیت کې یې له اړوندو څانګو څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د هرات ځایي اداره په دې برخه کې له همکارۍ ډډه نه کوي.

د یادونې وړ ده چې د خواف - هرات د ریل دریمه برخه، ٦۲ کیلومتره اوږدوالی لري چې د شمتیغ (چاه سرخ) څخه پیل شوې ، چې د افغانستان او ایران تر مینځ سرحدي نقطه ده، او د هرات د غوریان ولسوالۍ روزنک کلي ته غځیدلې او ۹۵ سلنه ساختماني کار یې بشپړ او ډیر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د خواف - هرات د ریل لویه پروژه د ۲۲۰ کیلومتره په اوږدوالي په څلورو برخو کې جوړيږي، چې له هغې جملې څخه دوه برخې یې د ۷٦ کیلومتره په اوږدوالي د ایران په خاوره کې جوړې شوې او ګټې اخيستنې ته چمتو دي.

همدارنګه د يادې پروژې د څلورمې برخې د لومړي پړاو د جوړولو تړون لاسلیک شو، د هغې د ډيزاين کار روان دی او د ذکر شوې برخې د دوهم پړاو د ډیزاین کار هم روان دی. د دې ریل پټلۍ په پرانستلو سره، د هیواد لویدیز به د ریل پټلۍ له لارې د سویلي ایران بحري بندرونو او د ترکیې ریلوې شبکې سره وصل شي.

latest news and reports

BACK TO NEWS