د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې د 1400 مالي بودجې طرحه او د برنامو بیا کتنه
د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې مشرتابه غړو د 1400 مالي بودجې پلان او په هغه چوکاټ کې د شامل شویو پروژو او برنامو په اړه راپور وړاندې کړ.
پدې ناسته کې د بودجې سپمولو او اغیزمنتیا زیاتوالي، د پایلو پر اساس د بودیجې مصرف، د پروژو ښه پلي کولو او خلکو ته د خدمت کولو لپاره د بودجې کارولو د څرنګوالي په اړه بحث وشو.
د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې د اهدافو په اړه د راپور له اوریدو وروسته چې ملي شورا ته د تصویب لپاره وړاندې کیږي، ولسمشر غني لازمې لارښوونې وکړې ترڅو اړوند وزارتونه او ریاستونه وکولی شي پدې برخه کې لا ډیر کار وکړي.
په دې ناسته کې د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې تخنیکې مرستیال او سرپرست انجنیر عبدالباري صدیقي، مالي او ادارې مرستیال میرویس میرزکوال، د دغې ادارې عملیاتي مرستیال انجنیر میرویس غفوري، د مالي وزارت او یو شمیر نورو ادارو چارواکو برخه اخیستې وه.
