د 1399 کال د مالي حسابونو پر روڼتیا او خپل وخت اجراکولو باندې ټېنګار
د افغانستان د اوسپنې پټلې خپلواکه اداره، مالي او ادارې مرستیال میرویس میرزکوال په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې چې د دې ادارې اړوندو مسولینو او مشاورینو هم ګډون کړی و، د ۱۳۹۹ مالي او حسابي چارو یې کتنه وکړه.
ښاغلی میرزکوال وویل د نیم کال بودیجې تصویب ځنډ په پام کې نیولو سره، اړونده ادارې خپل کار ګړندی کړي ترڅو په د دې کال مالي حسابونه په شفافه توګه په پاتې وخت کې ترسره شي.
د اوسپنې پټلۍ خپلواکه ادارې، مالي او ادارې مرستیال ټېنګار و کړ چې د دې ادارې د قراردي شرکتونو حقوق باید ورکړل شي او په قراردادونو کې شفافیت تامین شي تر څو د ادارې د پروژو او برنامو په پلي کولو کې له ستونزو سره مخامخ نشي.
