له ایران څخه افغانستان ته د مسافرو او باربري قطارونه ورود
د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د چهارشنبې پر ورځ د لیندۍ میاشت پر ۱۲ مه نېټه، د لومړۍ ځل لپاره یوه آزمایشي باري قطار له ایران نه افغانستان ته راوړل او له افغان چارکو له خوا یې هرکلی وشو.
دې قطار چې اوه واګونونه لري له ۵ سوه ټنه ډیر تجارتې سمنت له مبدا (ایران) څخه تر مقصد پورې په بریالي توګه ولېږدول شو، او په هرات ولایت کې د روزنګ اوسپنې پټلۍ په تمځایو کې تش شو.
په هماغه مهال، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لاره، یوه مسافري قطار د ایران جمهوری اسلامی د اوسپنې پټلۍ یوې تخنیکی ډلې او لوړپوړو مدیرانو د افغانستان اسلامي جمهوريت د لوړپوړو چارواکو سره د خبرو اترو لپاره، هېواد ته راغلل.
په جوړه شوې غونډه کې دواړو لورو د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د دریمې برخې ګټې اخیستنې لپاره خبرې وکړي او د پرانیستلو په مراسیمو او د توکو د لیږ په ډیر والي خبرې وکړي.
په دې غونډده کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ عمومي رییس محمد یما شمس، د ایران جمهوری اسلامی د اوسپنې پټلۍ د پانګووني او بهره برداری مرستیال مرتضی جعفري، د هرات د والي مرستیال نوراحمد حیدری، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ تخنیکی مرستیال عبدالباری صدیقی او د دواړو هېوادونو د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ د پرانیستلو مراسم یوې تخنیکي ډلي په ګډون کې تر سره شوه.
ټاکل شوې چې یاد پروژه په راتلونکې لسو ورځو کې د دواړو هېوادنو د لوړپوري مقاماتو له خوا پرانیستل شي چې تر څنګ به یې د دې پروژې وروستنۍ برخه چې د هرات ولایت تر هوایې ډګر پورې غځیدلي ساختمانی چاری به پیل شی.
د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له ډېرو مهمو پروژه څخه دی چې له دې لارې افغانستان له ایران، ترکيې او اروپا اوسپنې پټلۍ شبکو او اوبو بندرونو سره نښلولي.
ټاکل شوي چې په کال کې له دې لارې زرګونه ټنه تجارتی توکې ولېږدول شي دغه راز له دې لارې به مسافرينو د تګ راتګ په موخه هم ګټه واخیستل شي.
