د افغانستان او ایران جمهوررئیسانو د خواف ـ هرات ریل پټلۍ پرانیسته

Sayed Zaher Mo…
Mon, Dec 14 2020 2:38 PM
ARA

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د خواف ـ هرات ریل پټلۍ د پرانیستې مراسمو کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.

په دې شانداره مراسمو کې چې د هیواد پر جمهورئیس سربېره د ایران اسلامي جمهوريت جمهوررئیس ډاکتر حسن روحاني او له کابل، تهران او د خواف او روزنک سرحدي سیمو څخه د دواړو هیوادونو یو شمېر لوړپوړي چارواکي هم وصل وو، جمهوررئیس خپله پرانېستونکې وینا کې وویل: خوښ یم نن د خواف ـ هرات ریل پټلۍ د حیاتي پروژې د ګټې اخیستنې شاهدان یوو چې د سیمه ییز اتصال او اقتصادي هوساینې ته د رسېدو لپاره د دواړو هیوادونو د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو پایله ده.

جمهوررئیس دېته په اشارې چې د کرونا ویروس د محدودیتونو له امله مو ونشوکولی د دې حیاتي پروژې د پرانېستو په مراسمو کې په حضوري ډول ګډون وکړو وویل، د دې مهمې پروژې بشپړېدل د دواړو هیوادونو ټینګه اراده او د طراحانو، کارګرو، انجینرانو او د دې پروژې د نورو مسوولینو د شپې او ورځې زحمتونو پایله ده.

جمهوررئیس غني زیاته کړه: د دې حیاتي پروژې پرانېسته د دواړو هیوادونو د اقتصادي احیا، پراختیا او تحرک په برخه کې د یو مهم ګام په توګه په نېک پال نیسو او هرکلی یې کوو.

خواف هرات3


د خواف ـ هرات رېل پټلۍ د کتارونو له حرکت وروسته چې د افغانستان او ایران د جمهوررئیسانو په لارښوونه وشو، جمهوررئیس غني پخپله وینا کې د دواړو هیوادونو دولتونو او خلکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، ریل پټلۍ په اسیا وچه کې د لېږد او ترانسپورټ تر ټولو اغېزناکه، ګټوره او ارزانه طریقه ده.

د هیواد جمهوررئیس دېته په اشارې چې د اسیا په زړه کې د افغانستان ځانګړي موقعیت ته په کتو تل په دې برخه کې نړۍ د پرمختګونو او پراختیا په لیدلوریو او طرحو کې ورته پاملرنه کړې وویل، په ۱۸۷۵ زیږدیز کال کې فرنانند دویس سپ چې سویس کانال یې طرحه او عملي کړ، له برلین تر ممبي پورې د ریل پټلۍ پروژه د افغانستان له لارې طرحه کړه، خو هغه مهال د افغانستان واکمن چې ریل پټلۍ یو استعماري لیدلوری باله، له هغه سره مخالفت وکړ.

جمهوررئیس وویل، د اعلیحضرت امان الله خان او د شهید داوودخان د جمهوري ریاست په وخت کې له ډېرو هلو ځلو سره، افغانستان د ریل پټلۍ اړوند ترانسپورټي انقلاب څخه لرې پاتې شو. هغه زیاته کړه، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په څو بین المللي کنفرانسونو کې په ځانګړي ډول په ۲۰۰۴ کال کې برلین کنفرانس کې، د افغانستان او سیمې د اقتصادي راتلونکې لپاره د ریل پټلۍ اهمیت مطرح کړ.

جمهوررئیس وویل، په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ د خواف ـ هرات ریل پټلۍ تفاهم لیک لاسلیک شو او د جوړولو عملي کار یې په ۱۳۸۶ کال کې پیل شو او نن د خوښۍ ځای دی چې د دواړو هیوادونو د جمهوررئیسانو او لوړپوړو چارواکو له لوري دغه مهمه او حیاتي پروژه ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

خواف هرات4


جمهوررئیس غني د دواړو هیوادونو د دخیلو شرکتونو او دولتي مسوولینو په ځانګړي ډول د افغانستان اسلامي جمهوریت د ریل پټلۍ ادارې او هغوی چې په دې پروژه کې یې کار او هڅې کړې دي او همداراز د ایټالیا دوست هیواد چې د دې پروژې د څلورمې برخې په تمویل کې یې د افغانستان دولت همکاري کړې، مننه وکړه.

جمهوررئیس وویل، له اقتصادي اړخه هغه تحول چې د اروپا او امریکا وچو په ۱۹ پېړۍ او د ۲۰ پېړۍ په پیل کې شاهد و، اوس اسیا په ۲۱ پېړ ۍکې په لویه کچه د هغه د عملي کولو په حال کې ده.

هغه زیاته کړه، د اسیا پراختیایي بانک د ۲۰۱۷ او ۲۰۵۰ کلونو لپاره د منځنۍ اسیا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هیوادونو چې افغانستان هم په کې شامل دی، په ریل پټلۍ د پانګونې لویو ظرفیتونو ته په پام معتبره ارزونه کړې ده.

جمهوررئیس وویل، افغانستان د دې مطالعې پر اساس باید ۲۴۴۰ کیلومټره ریل پټلۍ جوړه کړي چې د ۱۲۹۵ کیلومټره جوړولو لپاره د لومړني اټکل پر اساس له ۲ میلیارد او ۲۵۵ میلیون ډالرو څخه زیات لګښت راځي.

افتتاح خواف هرات


محمد اشرف غني څرګنده کړه، خوشبختانه موږ نه یوازې د خواف ـ هرات ریل پټلۍ جوړېدو شاهدان یوو، بلکې پخوا هم د افغانستان په نورو سیمو کې د ریل پټلۍ له هغې ډلې حیرتان ـ مزار شریف ریل پټلۍ بشپړه شوې او د اقینه ـ اندخوی ریل پټلۍ د بشپړېدو په حال کې ده او همداراز د هیواد په نورو سیمو کې به هم ریل پټلۍ جوړې شې.

جمهوررئیس وویل: د سیمې ټول هیوادونه دې ته اړتیا لري چې له یوه لوري په یوه ګډ لیدلوري او له بل لوري د ښې استفادې لپاره د ټولو پروژو د تجهیز، تمویل، جوړولو او مدیریت لپاره په همغږۍ اقدام او له یو بل سره همکاري وکړي.

جمهوررئیس غني وویل، زموږ هیواد به د انرژۍ د تولید او د پایداره انرژۍ د صادراتو په عمده مرکزونو بدل شي او په ورته مهال کاسازر، ټاپي او ټاپ سیمه ییزې لویې پروژې د سیمې لویې اقتصادي پروژې ګڼل کېږي.

جمهوررئیس د افغانستان د کانونو او منرالونو د ظرفیتونو په اړه چې ارزښت یې له یو ټریلیون ډالرو څخه زیاتېږي معلومات ورکړل وې ویل، زموږ لیدلوری دا دی چې افغانستان بېرته د ورېښمو او لاجوردو لارو کې خپل مرکزي موقعیت ژوندی کړي او د سوداګریزې پراختیا، پانګونې او د دولتونو د اقتصادي مناسباتو اجنډا کې پرې قوي باور وشي.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې، هراتي هیوادوالو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د هرات او افغانستان د مقام بېرته ژوندي کولو لپاره په تېرو شپږو کلونو کې د سیمه ییزو همکاریو د لویو طرحو اساس ایښودل شوی او له یو بل پسې د تحقق په حال کې دي.

latest news and reports

BACK TO NEWS