لوی اختر مو مبارک شه!
لوی اختر د نړۍ د مسلمانانو د یووالي، خواخوږۍ او برابرۍ سمبول دی اود منان رب جل جلاله په لار کې د حضرت ابراهیم خلیل الله د قربانۍ، اخلاص او بنده ګۍ ښکارندویي کوي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشرتابه د عرفې د مبارکې ورځې او د لوی اختر د را رسېدو له امله د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مشرتابه، د افغانستان نجیب او شریف ملت او د اوسپنې پټلۍ کارکوونکو ته مبارکي وایي.
هیله مند یو چې ددغه بختور اختر په برکت د جنګ بدبخته سیوری زموږ له ګران هېواده خپله لمن ټوله کړي او په ټول افغانستان کې د سولې لمر را وخیژي او د پراختیا او آبادۍ زمینو ته لاره برابره شي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشرتابه جدي هوډ لري چې د سیمې او نړۍ له سوداګریزو او اقتصادي مرکزونو سره د نښلونې په موخه، د اوسپني پټلۍ د پرمختللې شبکې رامنځته کېدل، پراختیا او تنظیم چې وکولای شي په اغېزمنه توګه د افغانستان خلکو د اقتصادي پرمختګ، روغتیا، پوهنې او هوساینې په برخو کې مرسته وکړي، خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
و من الله توفیق
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د ادارې مشرتابه