د هرات اوسپنې پټلۍ ریاست کې د عمومي رئیس په مشري اداري ناسته وشوه
پرون چهارشنبه د زمري ۱۲ مه هرات ولایت اوسپنې پټلۍ ریاست کې د عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت په مشري اداري ناسته وشوه چې د هرات اوسپنې پټلۍ ریاست رئیس او نورو کارکوونکو پکې ګډون درلود.
دې ناسته کې د ریاست اړوند چارې بررسي شوې، کارکوونکو ته اړین هدایت ورکول شول او دوی ته د مرکز له لوري د هر راز مرستې ډاډ ورکړل شو.
د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو امریت
۱۳/۰۵/۱۴۰۱ ه.ش.