د ملي دفاع وزارت هوايي ځواکونو په واوره کې بند پاتې ايراني انجينران او مجاهدین د چورلکو پر مټ وژغورل!

Sayed Zaher Mo…
Thu, Jan 12 2023 11:21 AM
نجات

نن ٤ شنبه ماښام د ا.ا.ا ملي دفاع وزارت زړورو او مخلصو هوايي ځواکونو له لوري هرات ولايت کې ٤ تنه ايراني انجينران او ٥ تنه مجاهدین چې د درنې واورې له امله بند پاتې وو، د چورلکې پر مټ وژغورل شول.

دغه ايراني انجينران پرون له ایران هېواد څخه د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د تخنیکي ارزیابي لپاره هرات ته په درزین کې راغلي او تر ارزیابي وروسته بېرته ایران ته د ستنېدو پرمهال د شمتیغ دښته کې بند پاته وو، چې د سړې هوا او غذایي موادو نشتوالي او سیمې ته د موټرو د تګ د امکان نشتون له امله یې د تلف کېدو ویره وه.

د اوسپنې پټلۍ ادارې موضوع د ملي دفاع وزارت له محترم مقام سره شریکه او محترم مقام په عاجله توګه هوايي ځواکونو ته امر وکړ او تر یوه ساعت لږ وخت کې یاد کسان وژغورل شول.

د ملي دفاع وزارت پر وخت کړنې، د هوايي ځواکونو اخلاص، زړورتیا او اېثار لامل شول چې یاد کسان وژغورل شي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د ملي دفاع محترم وزارت له مقام څخه ځانګړې مننه کوي او دوی ته له رب تعالی څخه بې شمېره اجر او ثواب غواړي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشراتو آمریت

۲۱/۱۰/۱۴۰۱ هـ.ش.

latest news and reports

BACK TO NEWS