تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۴۳۰۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!
تېره اوونۍ کې (د دلوې له ۷ مې د دلوې تر ۱۳ مې نېټې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۴۳۰۱) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۱۶۸۹) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۹۷۷) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۷۶۳۵) ټنه انتقالات چې ټولټال (۵۴۳۰۱) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۶۱۸۷) ټنه صادرات شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه ده.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو آمریت
۱۵/۱۱/۱۴۰۱هـ.ش.