تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۰۸۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!

Sayed Zaher Mo…
Sat, Mar 18 2023 11:01 AM
انتقالاتو

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۰۸۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!

تېره  اوونۍ کې (د کب له ۱۹ تر ۲۵) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې  (۱۳۰۸۶۰) متریک ټنه انتقالات شوي دي.

 د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۵۸۰۴) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۲۹۷) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۱۷۵۹) ټنه انتقالات چې ټولټال (۱۳۰۸۶۰) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۱۴۷۴۷) ټنه صادرات شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه ده.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشراتو آمریت

۲۷/۱۲/۱۴۰۱ هـ.ش.

latest news and reports

BACK TO NEWS