له ایران هېواد سره د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداگریزو توکو انتقالات پیل شوه!

Sayed Zaher Mo…
Wed, Jul 12 2023 8:53 AM
افتتاحیه روزنک

نن سه شنبه هرات ولایت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې له ایران هېواد سره د سوداگریزو توکو انتقالات پیل شوه.

دغه افتتاحیه مراسمو کې چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئیس الحاج ملا بخت الرحمن شرافت په گډون لوړ رتبه افغان او ايراني مسؤلینو حضور درلود، لومړی د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئيس ښاغلي شرافت پیلیزه وینا وکړه او له ایران هېواد څخه راغلي میلمنو ته يې د ښه راغلاست ویلو ترڅنگ وویل: له ایران هېواد سره د انتقالاتو پیل نه یوازې دا چې دواړو هېوادو ته گټه رسوي، بلکې سیمې ته یې هم اقتصادي گټه رسیږي، چې دا د خوښي خبر ده.

د غونډې په جریان کې د ایران هېواد د پلاوي له لوري لومړی ویناوال د ایران هېواد د لارو او ښار جوړونې وزارت ځانگړی استازی محترم میر شفیع وو، ښاغلي میرشفیع وویل: ایران هېواد په ټول توان چمتو دی له افغانستان سره د زیربناوو په ځانگړي توگه د اوسپنې پټلۍ پروژو په پلي کولو او پراختیا ورکولو کې مرسته وکړي.

افتتاحیه روزنک


دغه افتتاحیه مراسمو کې د هرات والي محترم شیخ مولانا نوراحمد اسلام جار هم وینا وکړه، ښاغلي اسلام جار وویل: له ټولو هغه کسانو چې د ریل گاډي په راتللو کې یې زحمت ایستلی دی، ځانگړې مننه کوم، دا قطار چې د اروپا له سرحد څخه افغانستان ته رارسېدلی دی، تاریخ کې ثبت کیږي.

د غونډې په دوام د ایران هیواد د خراسان رضوي والي محترم یعقوب علي نظري وینا وکړه، ښاغلي نظري وویل: ایران او افغانستان ډیر مشترکات لري، دین یې مشترک دی او د دې مشترکاتو په اساس کولای شو داسې چارې ترسره کړو چې گټه یې افغان او ایراني ملت ته ورسیږي.

د مراسمو په بله برخه کې د ا.ا.ا ویاند محترم مولوي ذبیح الله مجاهد وینا وکړه، ښاغلي مجاهد وویل: اوسپنه پټلۍ د دوو ملتونو د وصل ښه لاره ده او دغه وصل کولای شي د افغان ملت زخمونو ته مرهم شي. تر ښاغلي مجاهد وروسته د ایران هېواد د اوسپنې پټلۍ کنسرسیوم مشر ښاغلي مصطفی رضايي وینا وکړه او ويې ويل: دغه قطار چې نن مو له ایران هېواد سره انتقالات پرې پیل کړل، دا په ډیرو زحمتونو خو افتخار سره راورسېد، دا به تاریخ کې ثبتیږي او دا تاریخ به د ورېښمو لار د بیا احیا زیری وي.

ذبیح الله مجاهد


د غونډې په دوام بېلابېلو مسؤلینو ویناوې وکړې او د غونډې په پای کې د دواړو هېوادونو مسؤلینو د پټۍ په پرې کولو سره له ایران هېواد سره د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداگریزو توکو انتقالات افتتاح کړل.

د دغه افتتاحیه مراسمو په موخه تر فتحې وروسته له ایران هېواد څخه دوهم ریل گاډی د هرات ولایت روزنک ستیشن ته راورسېد چې د خواف-هرات ٤ ټوټې لومړي فاز اړوند ٤٠٠ ټنه ریل پکې بار وو.

له دې وروسته به له یاد مسیر څخه له ایران هېواد سره د سوداگریزو توکو انتقالات په نورمال ډول روان وي چې په لومړيو ریل گاډو کې به د خواف-هرات ٤مې ټوټې لومړي اړوند ساختمان مواد د هرات ولایت روزنک ستیشن ته را انتقال کړي.

افتتاحیه روزنک


یاده دې وي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له لوري د یادې پټلۍ ترمیمات تر فتحې وروسته پیل او پای ته ورسېدل، چې له لارې یې د سوداگریزو توکو د انتقالاتو د پیل له امله به د هېواد لسگونو ځوانانو او کدرونو ته کاري فرصتونه برابر، د بیت المال عواید ډیر او په اقتصادي پرمختگ کې به ونډه واخلي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي له گاونډيو هېوادونو سره د اوسپنې پټلۍ له لارې وصل او سیمه اییز اتصال ته پراختیا ورکړي.

سه شنبه، ۲۰ سرطان ۱۴۰۲ هـ.ش.

latest news and reports

BACK TO NEWS