د افغانستان او ازبیکستان تر منځ دې تعرفو کموالي هوکړه ليک لاسليک شو
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې رئيس او د افغانستان اسلامي جمهوريت د ټرانسپورټ وزارت سرپرست، د ازبیکستان جمهوريت د ټرانسپورټ وزير ښاغلي غني اوف، د کب 9مه تاریخ په تاشکند ښار کي ور سره وکتل.
دواړو لوريو د انتقالاتو حجم پر زياتوالي او د دواړو هيوادونو سوداګرو او پانګوالو ته پر لازمو اسانتياو خبرې وکړې او د ازبیکستان هيواد دې لارې دې سيمې او نړۍ بازارونو ته د افغانستان مالونو د صادراتو دې تعرفو د کموالي هوکړه ليک لاسليک شو.
په دې ليدنه کې دواړو لوريو د ټرانسپورټ برخه کې په دوه اړخيزه مرستو ټينګار وکړ، او دا يي د دواړو هيوادونو په اقتصادي وده، سوداګرۍ او ټرانزيټ کې مهم وبلل.
د دغه هوکړه ليک مطابق به ازبیکستان ته د افغانستان صادارات د حيراتان ـ مزارشريف د ريل لارې په تعرفو کې 30 الى 50% کموالى راولي، او هغه هيواد ته او بيا نړيوالو بازارونو ته د باربرۍ په واسطه د افغانستان د سوداګريزو توکو صادرولو په منظور به چې 500 ډالر او د هغوى جملې څخه 100 ډالر د حيراتان پل د عبور حق الزحمه وه او پاتې 400 د خداماتو وړاندې کولو لپاره اخيستل شوې واى چې تراوسه نده اخيستل شوې او معاف شوې.
دې منځنۍ اسيا او نړيوالو بازارونو ته د افغانستان توکو په صادرولو کې د نرخونو کموالى دې سوداګريزې برخې په وده کې اسانتياوې برابروي.
د ازبیکستان ټرانسپورټ وزير خبر ورکړ چې په نږدې وخت کې به د افغانستان دې لارې پاکستان ته د سکرو ټرانزيټ پيل شي او په دا برخه کې يي د افغان دولت څخه دې مرستې غوښتنه وکړه، او د افغانستان ټرانسپورټ وزير د هر اړخيزه مرستو ژمنه وکړه.
همدارنګه د افغانستان دې لارې پاکستان ته د ازبیکستان د سکرو ټرانزيټ په اړه د ازبیکستان د خصوصي سکتور سره جلسه ترسره شوې او ټاکل شوې ده چې په 2020 کال کې د افغانستان دې لارې پاکستان ته د ازبیکستان اته سوه زره ټنه سکاره ټرانزيټ شي.
په دې ناسته کې هوکړه وشوه چې د ازبیکستان لخوا پاکستان ته د سکرو مقدار، د انتقال وخت او د ټرانزيټ مسير تثبيت شي، او د افغانستان اسلامي جمهوريت د ټرانسپورټ وزارت ته د يي وسپاري تر څو د هغه مطابق د افغانستان دې لارې د سکرو ټرانزيټ ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
د يادولو وړ ده، د افغانستان دې لارې پاکستان ته د ازبیکستان سکرو ټرانزيټ دې اوسپنې پټلۍ د عوايدو د لوړيدو سربيره زموږ وطنوالو ته د کار زمينه هم برابروي.
