د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره کې د پولیتخنیک پوهنتون د رېل پټلۍ انجنیري د فارغانو استخدام
د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ ادارې د پولیتخنیک پوهنتون د اوسپنې پټلۍ انجنیرۍ پوهنځۍ د ۹۷ او ۹۸ کلونو فارغان تر آزموینې وروسته په دغه اداره کې استخدام کړل.
دا استخدام شوي کسان چې شمېر یې 44 کسانو ته رسیږي، د آزموینې بهیر یې د ادارې اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون د یوې هوکړې په اساس د یاد کمېسیون د استازي په حضور کې، د اوسپنې پټلۍ په اداره کې ترسره شو.
د افغانستان د پولیتخنیک پوهنتون فارغان، د طرحې او ډیزاین، ودانۍ، او د رېل د پټلۍ د ساتنې او څارنې په برخه کې، په مسلکي توګه څلور کلنې زده کړې کړې دي.
تمه ده ددې انجنیرانو څو تنه په مرکز او پاتې نور د حیرتان بندر، بلخ نایب آباد د اورګاډي د تمځایونو سربېره د هرات د اورګاډي په تمځای کې کار پیل کړي.
د رېل پټلۍ د دغو فارغانو په استخدام سره به د رېل پټلۍ په بهیرکې د پروژو، بیارغاونه، د لېږد رالېږد څخه د ساتنې او څارنې بهیر به چټک او مسلکي شي.
د افغانستان د رېل پټلۍ اداره ژمنه او تر څنګ یې په هڅه کې ده، د مسلکي کارمندانو په استخدام او له هېواده بهر د خپلو کارکوونکو د روزنې په موخه دا اداره نوره هم تخصصي او مسلکي شي.
لکه څرنګه چې په ۱۳۹۸ کال کې ازبکستان هېواد ته ددې ادارې ۲۵ تنه کارکوونکي او چین هېواد ته ۲۴ تنه کارکوونکي د مسلکي زده کړو په موخه استول شوي وو.
د ویلو ده، چې د رېل پټلۍ انجنیري ډیپارټمنټ، په هېواد کې د رېل پټلۍ د شبکې د پلان او د پراختیا د اړتیا په هدف په ۱۳۹۳ کال کې د پولیتخنیک پوهنتون په چوکاټ کې ایجاد شوه او له هغې مهاله تر دې دمه یې دوې دورې فاغان ورکړي دي.
په ۱۳۹۷ کال کې له یادې څانګې ۱۳ تنه او په روان کال کې ۴۵ تنه فارغ شوي او دمګړۍ ۲ سلنه محصلین د رېل پټلۍ په څانګه کې زده کړې کوي.
