د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ درېم قطعې د بشپریدو کار داوم

د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ درېم قطعې پروژې د بشپرېدو کار په بالاست اچونی (جغل اچونې)، غربال کولو، د ریل ولدینګ کولو او تمځایونو کې د تعمیر جوړولو په برخو کې جریان لري.
څرنګه چې د بالاست انتقالیدو بهېر د ریل پر واسطه دوام لري او تر اوسه پورې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ درېم قطعې په مسیر او تمځایونو کې، سل ګونه رونټیا بالاست واګونونه تخلیه او ځای پرځای شوي دي.
بل خواته، د دې پروژې د رېل په مسیر کې ځینې برخې تر ننه نه دي ولډېنګ شوې، چې اوس یې چارې پيل او تاکل شوې ده چې ژر تر ژره د پاتې ریل د ولدینګ کار بشپړ شي.
همدا رنګه، د دې پروژې د اورزنګ تمځای تعمیر جورړیدو پنځوس فیصد کارونه تکمیل شوي او په دې مسیر کې د نښو نښانو د نصبیدو بهېر هم دوام لري.
د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ دریم قطعې کار د ۶۲ کیلومترو په اوږدوالي، د افغانستان او ایران له شمتیغ(خاک سرخ) مرزي نقطې پيل شوی او د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د روزنګ کلي پورې دوام لري.