په يوه اونۍ کې د ١١۳ زرو ټنه زیات تجارتي مالونو ليږد

Sayed Zaher Mo…
Mon, Jun 29 2020 8:20 AM
اداره خط آهن

په دې ورستيو اونيو کې ۱۱۳ زرو ۱۴۲ ټنه مالونه او خوراکي توکي، د حيرتان-مزارشريف، آقينې او تورغونډى د اوسپنې پټلۍ په واسطه زمونږ هيواد ته را وارد شوی دي.

دغه خوارکي توکي په ۱ زرو ۹۱۶ واګونونو لېږدول شوي دي، چې لويه برخه يې خوراکي توکي او همداراز نفتي، ودانيز او تجارتي مالونه دي.

وارد شوي توکي لکه؛ ۱۲ زره ۸۴۴ ټنه غنم، ۳۳ زره ۹۴۶ ټنه وړه، ۲ زرو ۷۵۳ ټنه غوړي، ۴۳ زرو ۶۸۳ ټنه تيل، ۶ زرو ۸۵۳ ټنه اوبلن ګاز، ۲ زرو ۹۵۲ ټنه ساختماني او ويا ودانيز توکي او ۱۱ زرو ۱۲۷ ټنه دهيوادوالو نورې اړينې توکي دي.

دهيواد د اوسپنې پټلۍ اداره تل هڅه کړی تر څو دانتقالاتو بهېر د اوسپنې پټلۍ له لارې په منظم او له خنډ پرته تر سره شي، تر هغه چې داړين او اساسي توکي کمښت دهيواد په بازارونو کي مخنوی شوی وي.

latest news and reports

BACK TO NEWS