ایران ته د افغانستان د اوسپنې پټلۍ تللي هيئت د لارو او ښار جوړونې وزیر سره وکتل
نن سه شنبه د جوزا ۲۴مه، ایران ته د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت په مشري تللي پلاوي د ایران د لارو او ښار جوړونې وزیر ښاغلي رستم قاسمي سره وکتل.
دې ناسته کې چې د ایران لارو او ښار جوړونې وزارت معین او اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس میعاد صالحي او ځینې نورو معینانو هم ګډون درلود، دواړو هیئتونو د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ دریمې ټوټې د پاتې ترمیماتو په پیل، د انتقالاتو او ګټه اخیستنې پر بیا پیلېدو او ایران کې د اوسپنې پټلۍ افغان محصلینو پر جذب مفصل بحثونه وکړل.
ایراني لوري د ترمیماتو او لېږد ـ رالېږد د پیلولو اړوند چمتوالی وښود.
د افغان هيئت مشر ښاغلي شرافت د دوی له مرستې او همکاري د مننې ترڅنګ ورته مجلسونه ډیر مثبت وګڼل او هیله یې څرګنده کړه چې هر څومره ژر کېدای شي، د ترمیماتو او انتقالاتو بهیر بېرته پیل شي. یاده لیدنه مازدیګر په داسې فضا کې پای ته ورسیده چې د ایران د لارو او ښار جوړونې وزیر ښاغلي قاسمي له لیدنې خوښي څرګنده کړه او اړوند کسانو ته یې هدایت ورکړی چې د یخ تر راتګ مخکې دې د یادې پروژې د دریمې ټوټې ټولې چارې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپاري.
۲۴/۰۳/۱۴۰۱ هـ.ش.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د مطبوعاتو آمریت