تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (٦٩١٠٣) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!
تېره اوونۍ کې (د قوس له ١٨ مې تر ٢٤ مې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (٦٩١٠٣) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (٤٣٥٣٣) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (٣٢٩٠) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (٢٢٢٨٠) ټنه انتقالات چې ټولټال (٦٩١٠٣) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (١٦٥٤) ټنه صادرات شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه ده.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو آمریت
٢٦/٠٩/١٤٠١ هـ.ش