تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه کم (۵۹) زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي
تېره اوونۍ (د جوزا له ۲۷ د سرطان تر ۲ مې نېټې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۸,۹۳۸) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۷,۹۵۰) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۲,۴۵۶) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰,۳۳۶) ټنه واردات چې ټولټال (۵۰,۸۳۳) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد شوي دي.
همداراز تېره اوونۍ کې ټولټال (۸,۱۰۴) ټنه صادرات شوي دي. چې لویه برخه یې کشمش جوړوي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو آمریت
۰۴/۰۴/۱۴۰۱هـ.ش.