تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۴۵۱۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!
تېره اوونۍ کې (د جدې له ۳۰ مې د دلوې تر ۶ مې نېټې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۴۵۱۰) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۳۴۸۴) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۲۲۹) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۸۷۹۷) ټنه انتقالات چې ټولټال (۱۲۴۵۱۰) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۱۳۳۸۹) ټنه صادرات شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه ده.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو آمریت
۰۸/۱۱/۱۴۰۱هـ.ش.