تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۲۵۱۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
تېره اوونۍ کې (د زمري له ۲۱ تر ۲۷مې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۲۵۱۴) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۱۵۴۶) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۶۳۴) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۰۰۹) ټنه واردات چې ټولټال (۵۶۱۸۹) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد شوي دي.
همداراز تېره اوونۍ کې ټولټال (۶۳۲۵) ټنه صادرات شوي دي. چې لویه برخه یې وچه مېوه او ممیز دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو آمریت
۲۹/۰۵/۱۴۰۱هـ.ش.