د اسیکودا په سیستم د هرات اوسپيني پټلۍ تم ځایونو سمبالښت

Sayed Zaher Mo…
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۶ - ۱۱:۱۴
ایستگاه هرات

د افغانستان اوسپني پټلۍ خپلواکي ادارې د ماليې وزارت په تخنیکي مرسته د هرات ولایت د اوسپني پټلۍ په څو تم ځایونو کې د «اسیکودا، ASYCUDA» سیستم نصب او فعال کړی دی.

د خواف ـ هرات د اوسپني پټلۍ په بهیر کې د روزنګ او تورغندي د اوسپني پټلۍ تم ځای، د اسیکودا په سیستم سمبال شوی او د هرات ولایت د اوسپني پټلۍ یوشمېر کارکوونکو ته له دې سیستم څخه د سمې ګټې اخیستنې تګلاره ښودل شوې ده.

د هرات په اوسپني پټلۍ کې د اسیکودا له سیستم څخه ګټه پورته کول مرسته کوي څو د هغو سوداګریزو مالونو د واګونونو او ځانګړتیاو شمېر چې له دې لارې تېرېږي، پروخت وپېژندل شي او معلومات يې له مرکزي ادارې او نورو اړوندو ادارو سره شریک شي.

له بلې خوا، دا سیستم د اوسپني پټلۍ د ګټې اخیستنې په چارو کې د ډېر چټکتیا، آسانتیاو، روڼتیا، څارنې او کره توب د رامنځټه کېدو لامل شوی، د اوسپني پټلۍ په تم ځایونو کې ګمرکي خدماتو بهیر آسانه کوي او د عوایدو له تېښتې مخنیوی کوي.

د یادونې وړ ده چې د تورغندي اوسپني پټلۍ د هېواد له مهمو ټرانسپورټي برخو څخه شمېرل کېږي چې هره ورځ زرګونه ټنه سوداګریز مالونه د اورګاډي له لارې لېږدول کېږي او ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې د اورزنګ تم ځای هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د حیرتان ـ مزارشریف د اوسپني پټلۍ څو تم ځایونه په دې سیستم سمبال شوي و او اوس مهال تر ګټې اخیستنې لاندې نیول شوي دي.

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۱۳:۳۶
Background image

د اوسپنې پټلۍ له لاری د لیږد خدمتونو وړاندی کول دوام؛ په تیره میاشت کې تر ۲۹۶ زره ټنه ډېر توکې لېږد شوی

د حيرتان ـ مزارشريف، تورغندۍ او آقينې اوسپنې پټلۍ له لارې د تجارتې مالونو لېږد هره ورځ او په منظم ډول دوام لړي. په ورستې میاشت کې، ۴ زره او ۶۸۴ واګون چې تجارتې مالونو باندې بار وو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۷ - ۱۰:۳۴
Background image

د اوسپنې پټلۍ د پراختیا لپاره د ژمنو او هڅو دوام

د افغانستان اوسپنې پټلۍ مالي او اداري مرستیال، میرویس میرزکوال د دې ادارې له یو شمېر کارکونکو سره ولیدل، او د کوچنۍ اختر در مبارکې ترڅنګ یې دوی ته د ملي او کاري مسوولیتونو په ترسره کولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

د حیرتان - مزارشریف اوسپنې پټلۍ ساتنه

د تاسیساتو خونديتوب، د انتقالاتو دوام، د امنیت ټینګیښت او د قطارونو لیږد ـ رالیږد لپاره د اوسپنې پټلۍ ساتنې یوه دوامداره او مهمه پروسه ده.

له همدې امله، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د. . .

تول