د افغانستان، ازبکستان، چین او قرغزستان ترمنځ نوی اقتصادي دهلیز رامنځ ته شو

Sayed Zaher Mo…
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۹ - ۱۹:۴۱
توافقنامه

پرون جمعه د وږي ۱۸ مه د افغانستان، ازبکستان، چین او قرغزستان هېوادونو د اوسپنې پټلۍ استازو په تاشکند کې د دوې ورځنۍ غونډې په پای کې هغه موافقت نامه لاسلیک کړه چې له مخې یې د یادو هېوادونو ترمنځ نوی اقتصادي دهلیز رامنځ ته شو.

دا اقتصادي دهلیز چې د اوس لپاره د ۳ میاشتو مودې په موخه په ازمویښتي ډول لاسلیک شوی دی، په اساس به یې له چین هېواد څخه کانتینري سوداگریز توکي لومړی قرغزستان ته راځي او تر هغې وروسته د ازبکستان اوسپنې پټلۍ پر مټ د افغانستان بلخ ولایت ته را رسیږي. همداراز د افغانستان تولیدات او ترانزیت به له یاد اقتصادي دهیلز څخه په گټه اخیستنې تر چین هېواد پورې په لنډو ورځو کې رسیږي.

دا اقتصادي دهلیز له څو اړخیز ترانسپورتي سیستمونو څخه ترکیب دی، چې په ځینې برخو که له موټرو او ډیره برخه به د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ترسره کیږي.

تفاهمنامه


د دې اقتصادي دهلیز په عملي کېدو به هغه سوداگریز توکي چې مخکې د سړکونو پر مټ له چین څخه د دوو میاشتو په موده کې هېواد ته را رسېدل، اوس به ۲ اوونیو کې هېواد ته را رسیږي. همداراز د بیت المال عوایدو د ډیرېدو ترڅنگ، د سوداگریزو توکو بیې را ټیتیږي او یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابریږي. همدارنگه د یاد توافق له مخې پر سوداگریزو توکو تعرفې کې هم د پام وړ تخفیف عملي کیږي.

یاده دې وي چې د یادو مراسمو کوربه توب د ازبکستان هېواد پر غاړه وو او له افغان اړخ څخه د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت او مالي او اداري مرستیال مولوي خان محمد مذهبي گډون کړی وو او دغې ناستې دوې ورځې دوام درلود چې پرون د یادې توافق نامې په لاسلیک پای ته ورسېده.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشرآتو آمریت

۱۹/۰۶/۱۴۰۱ هـ.ش.

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۳:۳۳
Background image

په حوت میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۸۷۳۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال د حوت میاشتي له لومړۍ نېټې د همدې میاشتي تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې  (۳۵۸۷۳۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

په ياده موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۲. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۴:۱۰
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۷۴۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال د حوت مياشتي له ۲۵مې څخه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د حمل تر ۲مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۷۴۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې. . .

ټول