د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست د ترکمنستان له سفیر سره لیدنه

Sayed Zaher Mo…
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۱۵:۰
دیدار با سفیر ترکمنستان

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست او د مالي او اداري مرستیال، ښاغلي مولوي خان محمد مذهبی، د دوشنبې په ورځ (۱۴۰۰، د کب ۲مه)، د ترکمنستان له سفیر ښاغلي ایزوف خواجه سفر گیدویج سره، په خپل کاري دفتر کې لېدنه او خبرې اترې وکړي.

په دې غونډه کې چې د ادارې تخنیکي مرستیال، ښاغلي عبدالباري صدیقي هم ګډون درلود، دواړو لورو د دوارو هېودانو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا، د روانو پروژو د بشپړولو، د نویو پروژو د جوړلو او د اوسپنې پټلۍ پروژو د ګټې اخېستنې په پار بحث او خبرې وکړې.

لومړۍ د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست، له افغانستان سره در ترکمنستان د ښو ګاونډیتوب او ښو اړیکو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې افغان حکومت له ترکمنستان سره په بېلابېلو برخو کې او د خاص په توګه د اوسپنې پټلۍ په برخه کې لا زياتو همکاريو ته ژمن دى.

وروسته د ترکمنستان سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ، د تاریخي او ښو اړیکو په اشارې سره  ویې ویل، ترکمنستان د دغو اړیکو پراخولو ته چمتو دی. هغه زیاته کړه، هېواد یې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ زیاتولو ته بشپړ توګه چمتووالی لري.

وروستي خبرونه او راپورونه

دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۶ - ۲۱:۵۱
Background image

د اوسپنې پټلۍ درې اړخیزه ناسته؛ افغان حکومت د ابتدایي سروې لپاره پوره چمتوالی لري.

نن دوشنبه (۰۶/۰۴/۱۴۰۱ هـ.ش.) له غرمې وروسته د افغانستان، ازبکستان او پاکستان هېوادونو د اوسپنې پټلۍ ادارو ترمنځ په انلاین بڼه درې اړخیزه ناسته وشوه.

د دې ناستې پيل د پاکستان او. . .

شنبه ۱۴۰۱/۴/۴ - ۱۶:۶
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه کم (۵۹) زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي

تېره اوونۍ (د جوزا له ۲۷ د سرطان تر ۲ مې نېټې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۸,۹۳۸) متریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۷,۹۵۰) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۱/۴/۴ - ۱۴:۴
Background image

تېرو درې میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې تر یو میلیون ټنو زیات انتقالات ترسره شوي دي

د ۱۴۰۱هـ.ش. کال لومړیو درې میاشتو کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د اسټېشنونو له لارې (۱,۰۶۱,۸۳۷) مټریک ټنه انتقالات چې (۹۳,۵۴۲) ټنه صادارت او (۹۶۸,۲۹۶) واردات دي، ترسره شوي دي.

د حیرتان. . .

تول