د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ ادارې موټر چلوونکو ته د ترافیکي پېښو د مخنیوي په پار یو ورځنی ورکشاپ دایر شو
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء محترم مقام له هدایت سره سم، د ترافیکي پېښو او بې نظمیو د مخنیوي لپاره یو ورځنی ورکشاپ د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د اوسپنې پټلۍ ادارې موټر چلوونکو ته دایر شو. په دغه ورکشاپ کې د موټر چلوونکو مکلفیتونه، د ترافیکو نښو مراعت، د وسایطو ښه ساتنې او نور اړوند موضوعات تشریح شول. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له لوري د ورکشاپ له دایرېدو څخه قدرداني کوي او ورته ورکشاپونه د موټرو ساتنې او ترافیکي پېښو د مخنیوي په پار ګټور بولي.
۲۴ سرطان ۱۴۰۲ هـ.ش