د افغان ټرانس پروژې ابتدایي ساحوي سروې په بریالیتوب پای ته ورسېده

Sayed Zaher Mo…
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۱۹:۳۰
سروی

د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ ادارو د تخنیکي ټیمونو له لوري د روان کال د زمري په پنځمه د افغانستان په خاوره کې پیل شوې د افغان ټرانس پروژې ابتدایي ساحوي سروې څلور ورځې وړاندې د زمري په ۱۹ مه په پوره بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

دا سروې چې د مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د نایب آباد سټېشن څخه پیل شوې وه، په دوام یې د سمنگان، بغلان، بامیان، میدان وردگ، لوگر او جلال اباد له ولایتونو څخه د همدې مسیر اړوند له نږدې کتنه وشوه او د پای نقطه یې تورخم ښارگوټی وو.

سروی


د دغې پروژې چې مسیر یې له وړاندې ټاکل شوی دی، د مسیر د ارزونې په اړه اړین اقدامات ترسره او گډ تخنیکي ټیم له لوري په مسیر کې اړین تخنیکي تغییرات مشخص او د تصمیم گیري لپاره به د یادو هېوادو د اوسپنې پټلۍ ادارو ته وړاندې کیږي.

همداراز د درې هېوادونو تخنیکي ټیمونو د افغان حکومت له لوري په نیول شوي ترتیباتو او په ځانگړي توگه د اوسپنې پټلۍ ادارې په مسلکي چلند خوښي څرگنده کړه او د دغې سروې چارې یې بریالۍ وگڼلې. د شوي ساحوي سروې پر بنسټ د دې پروژې د عملي کولو لپاره کومه تخنیکي ستونزه نه تر سترگو کیږي.

سروی


دغه شان پرېکړه وشوه چې د دې پټلۍ اړوند بله پروسه چې تخنیکي او اقتصادي مطالعه(Feasbility Study) ده، هم پیل شي.

یاده دې وي چې د افغان ټرانس پروژه له مزارشریف څخه پیل او د جلال اباد تر تورخم ښارگوټي پورې دوام کوي. دغه پټلۍ چې ۷۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د افغانستان له خاورې مرکزي اسیا له سویلي اسیا سره نښلوي.

د نشرآتو آمریت

۲۳/۰۵/۱۴۰۱ ه.ش.

وروستي خبرونه او راپورونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۱۷:۲۷
Background image

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې هیئت د بلخ ولایت سوداگرو سره وکتل!

نن پنج شنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ارشد مشاور ښاغلي میرویس غفوري په مشري هیئت، د بلخ اوسپنې پټلۍ ریاست او د بلخ ولایت سوداگرو ترمنځ د بلخ د صنعت او سوداگرۍ خونه کې د دې خونې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۱۰:۳۳
Background image

حیرتان بندر کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو د مؤقت بندېدلو په اړه وضاحت

څنگه چې هېوادوال په ځانگړي توگه د شمالي ولایتونو سوداگر په جریان کې دي، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره له تېرو دریو میاشتو په دې بوخته ده چې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ مدیریت او. . .

شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۸ - ۱۲:۴۱
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۴۵۱۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!

تېره  اوونۍ کې (د جدې له ۳۰ مې د دلوې تر ۶ مې نېټې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې  (۱۲۴۵۱۰متریک ټنه انتقالات شوي دي.

 د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۳۴۸۴ټنه، د آقینې اوسپنې. . .

ټول