د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت د پاکستان اوسپنې پټلۍ له مرستیال سره وکتل!
د پاکستان هېواد په رسمي بلنه تېره ورځ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت دغه هېواد ته سفر وکړ او نن سه شنبې یې د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ وزارت له مرستیال ښاغلي ظفر زمان رانجا سره وکتل.
دغه ناسته کې چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ارشد مشاور ښاغلي میرویس غفوري هم گډون درلود، د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ اړوند مفصل بحثونه وشول.
ښاغلي شرافت پاکستاني لوري ته ډاډ ورکړ چې افغان لوری د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو لپاره پوره چمتوالی لري.
پاکستاني لوري څرگنده کړه چې دوی تخنيکي مطالعاتو ته د چمتوالي ترڅنگ، تعهد لري چې له ازبکستان هېواد سره په گډه د تخنيکي مطالعاتو لگښت ورکړي.
همداراز په دې ناسته کې د اوسپنې پټلۍ اړوند دوه اړخیزه همکاریو باندې هم بحث وشو. دواړو لوریو د لا ډیرو همکاریو ډاډ ورکړ.
یاده دې وي چې افغان ټرانس اوسپنه پټلۍ له مزارشریف پیل او تر تورخم پورې رسیږي چې د افغانستان له خاورې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره وصلوي او په عملي کېدلو یې هېواد ته ډیرې گټې رسیږي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو امریت
۱۳/۱۰/۱۴۰۱ هـ.ش.